ایکنا د میډل ایسټ خپرونې له قوله راپور راکړ په پولینډ کې یو ځل بیا دشنګن سیمې د تورلیسټ خبره مطرح شوې ده. یوه هغه موضوع چې په امریکا کې د ستمبر د یولسمې لهپيښو وروسته او د امریکاد اطلاعاتي ادارو له خوا د هیواد دامنیت په پلمه اجرا شوې ده ، د هغو کسانو یو لیسټ جوړول وو چې د افراطي عقایدو په درلودلو او د ورانکارۍ لپاره په اقداماتو مشکوک وو.
ددغه پلان په اساس و دغه کسان د سفر لپاره په الوتکو کې د سواریدا په څير له خپلو ځينو حقوقو محروم او ورڅخه پلتڼې کیدلې . داسې ښکاري چې دغه کار له افراط پالنې سره د مبارزې په پلمه په مسلماانانو دمحدودیّتونو او تمرکز کولو په موخې سره ؤ.
اروپا له ډير پخوا راهسې یوه جذبیدونکي لویه وچه بریښي چې دمختلفو مذهبونو او کلتوري د پام وړ اوبډاي ټولنې لري، البته وروستي بدلونونو په څو اروبائي هیوادونو کې د اسلام ضده پروسې دزیاتیدا په باب دپام وړ اندیښنې راپورته کړي دی.
په پولینډ کې د بشری حقوقو او امنیتی چارو په باب په یوه لوي سمینار کې چې دتیرې پنجشنبې په ورځې ترسره شوی ، د آسټریا ،فرانسې،سویډ،آسپانیا او هالینډ څخه دمسلمانانو اوو ډلو د هغو هیوادونو له خوا د اسلام ضده پروسې د خورونې په ضد چې دوي ورسره مخامخ دي ، خبرې وکړې.په تور لیسټ کې د مسلمانې ټولنې د اساسی شخصیّتونو په بې انصافۍ سره شاملول یوه سپکه موضوع ده.
په دغه کنفرانس کې یوه د پام وړ موضوع چې پکې ښکاره شوه ،د کیج ادارې د(Cage) نړیوالې برخې مدیر محمد رباني دوسیه وه چې د شنګن اطلاعاتو دسسټم په تورلیسټ کې د هغه د نامې د شاملیدا په دلیل پولینډ ته د ورتلو اجازت ورنکړل شو.
(Cage) تنظیم په ۲۰۰۳ کال کې او د یوه ویبسایټ په جوړولو سره خپل کار پیل کړ. دغه اداره دهغو ادارو یوه مخکښه وه چې په ګوانتانامو کې د بندي کسانو دنامو په خپریدا ئې کار کاوه. دمګړئ کیج اداره په لندن کې دیره ده او موخه ئې د هغو ټولنو توانمنول دي چې دترهه ګرۍ په ضد د جنګ تر اغیزو لاندې ورغلي دي.
په هالینډ کې د مسلمانو حقوقو دفاع کونکي ادارې ویندوي عدنی الکنفودي ټينګار وکړ، چې د مسلمانانوبې انصافه تورلیسټ یوازې اندیښمنونکي او پراخیدونکي بیلګې اړخ دی. هغه روښانه کړه،ډيری هالینډي مسلمانان دهغه تنظیم ته مراجعه کړې او وئيلي ئې دي چې هالینډي چارواکي په تیروتنې سره دوي دترهه ګرو په لیسټ کې شامل کړي دي.
په دغه سمینار کې نورو ویناوالو پخپلو څرګندونو کې ووئيل، په همداوروستیو کې په سویډ کې یو بل جومات هم سوځول شوی دی. د اروپا کړن لاره چې د جوماتونو او دقرآن کریم په څير ددیني مقدساتو سپکاوي کوي،د مسلمانانو پوښښ محدودوی اوپر مسلمانانو پراخې څارنې کوي،باید په دې اړه قانوني لاره چاره ولټول شي. او د اروپا د مسلمانې آبادۍ دراتلونکي په باب کوم حل ولټول شي.
دوي همدرااز په OSCEغونډې کې د خپلو اندیښنو په ښودلو سره ووئيل، د فرانسې په څير په هیوادونو کې په ښونځيو کې د مسلمانو میرمنو پر سکارف او حجاب بندیزونه او او پولیسو په لاس د شمالی افریقا په اصلیّت سره دځينو کسانو وژلې اندیښمنونکي دی.
په OSCE سمینار کې د مسلمانې مدني ټولنې دډلو چغې ددې موضوع د یادونې په توګه دي چې په اروپا کې د اسلام ضده پروسه په زیاتیدا ده او ټولنې او کسان په مختلفو رودو او طریقو سره ورڅخه اغیزمن کیږي. په داسې حال کې چې اروپا پخپل کلتوري ډولوالي پسې ده،باید د خپلو ټولو ښاریزو له مذهبی اعتقاداتو څخه ورآخوا له اسلام ضده پروسې سره مقابله او د خپلو درستو ښاریزو ترمینځ په متقابل درک او احترام په پیاوړتیا پسې شي.